نوح"- پښتو (وخیری، وزری)" .mp3
Listen now
Description
Pushto Pashtu Waciri - "Noah".mp3 / ਪਸ਼ਤੂ ਵਕੀਰੀ - "ਨੂਹ".mp3 //د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرےاول باب. - د ژوندون کلام۱کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو، ۲هغه د ازل نه خُدائ پاک سره وو. ۳خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو. ۴او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو. ۵او نُور په تيارۀ کښې ځليږى او تيارۀ پرې کله هم غالبه نۀ شوه. ۶خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو. ۷هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى. ۸هغه په خپله خو نُور نۀ وو خو هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو. ۹هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى. ۱۰هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو. ۱۱هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو. ۱۲خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى، ۱۳داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو. ۱۴نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى. ۱۵يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“ ۱۶ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو. ۱۷ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. ۱۸هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
More Episodes
ਉਰਦੂ ਭਾਸ਼ਾ - (ਕਵੀ ਅਤੇ ਗੀਤਕਾਰ) ਜ਼ਬੂਰ 23.mp4 / Urdu Language - (Poet & Lyricist) Zaboor 23mp4 
Published 01/05/23
ਉਰਦੂ - ਮੱਤੀ ਦੀ ਇੰਜੀਲ 27:32–28:20.mp4 / Urdu - Gospel of Matthew 27:32–28:20.mp4 //    ١ - کُرِنتھِیوں 15 - مسِیح کی قِیامت1اب اَے بھائِیو! مَیں تُمہیں وُہی خُوشخبری جتائے دیتا ہُوں جو پہلے دے چُکا ہُوں جِسے تُم نے قبُول بھی کر لِیا تھا اور جِس پر قائِم بھی ہو۔ 2اُسی کے وسِیلہ سے تُم کو نجات بھی...
Published 01/04/23