"پښتو بنوچي - "سړی د زړه.mp3
Listen now
Description
Pushtu Pashto Bannuchi - "The heart of man". Mp3 / ਪੁਸ਼ਤੋ ਪਸ਼ਤੂ ਬੰਨੂਚੀ - "ਮਨੁੱਖ ਦਾ ਦਿਲ".mp3 //د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خطديارلسم باب.- د مينې نعمت۱کۀ زۀ د بنى آدمو او د فرښتو په ژبو خبرې کوم خو چې مينه نۀ کوم نو زۀ ټنګېدونکے ډولکے او يا شړنګېدونکے چڼچڼے يم. ۲او کۀ زۀ پېشګوئې کولے شم او کۀ ما ته ټول پټ رازونه او ټول عِلم معلوم وى او کۀ زما داسې ايمان وى چې غرونه خپل ځائ نه اخوا کړم، خو کۀ ما کښې مينه نۀ وى نو زۀ هيڅ شے نۀ يم. ۳کۀ زۀ خپل ټول مال دولت خېرات کړم او خپل بدن په سوزولو سره قربان کړم، خو کۀ ما کښې مينه نشته نو ما ته هيڅ فائده نشته. ۴مينه صابره ده، مينه مهربانه ده، مينه چا سره کينه نۀ ساتى، مينه لافې نۀ کوى او نۀ لوئى کوى، ۵نۀ بې‌ادبى کوى، نۀ په خپل مطلب پسې ګرځى، نۀ غصه کوى او نۀ بدګُمانى کوى. ۶مينه په بدکارۍ نۀ خوشحاليږى بلکې په رښتيا وئيلو خوشحاليږى. ۷مينه ټول څيزونه برداشت کوى، په ټولو څيزونو يقين کوى، د ټولو څيزونو اُميد ساتى او هر څۀ زغمى. ۸مينه هيڅکله نۀ ختميږى، خو پېشګويانې به ختمې شى، او د نورو ژبو نعمتونه به هم ختم شى، او عِلم به هم فنا شى. ۹ځکه چې زمونږ عِلم او زمونږ نبوت کامِل نۀ دے. ۱۰خو کله چې کامِل څيز راشى نو دا نامکمل څيزونه به ختم شى. ۱۱کله چې زۀ ماشوم وم ما د ماشوم غوندې خبرې کولې، زما د ماشوم په شان سوچ وو او د ماشوم په شان ناپوهه وم، خو کله چې زۀ ځوان شوم نو ما د ماشوموالى خويونه پرېښودل. ۱۲ځکه اوس مونږ ته دا په شيشه کښې تت ښکارى خو بيا به يې مخامخ ووينو. اوس زما عِلم نامکمل دے خو بيا به يې پوره وپېژنم څنګه چې زۀ پوره پېژندلے شوے يم. ۱۳او اوس ايمان، اُميد او مينه درې واړه پاتې کيږى او په دوئ کښې مينه افضله ده.
More Episodes
ਉਰਦੂ ਭਾਸ਼ਾ - (ਕਵੀ ਅਤੇ ਗੀਤਕਾਰ) ਜ਼ਬੂਰ 23.mp4 / Urdu Language - (Poet & Lyricist) Zaboor 23mp4 
Published 01/05/23
ਉਰਦੂ - ਮੱਤੀ ਦੀ ਇੰਜੀਲ 27:32–28:20.mp4 / Urdu - Gospel of Matthew 27:32–28:20.mp4 //    ١ - کُرِنتھِیوں 15 - مسِیح کی قِیامت1اب اَے بھائِیو! مَیں تُمہیں وُہی خُوشخبری جتائے دیتا ہُوں جو پہلے دے چُکا ہُوں جِسے تُم نے قبُول بھی کر لِیا تھا اور جِس پر قائِم بھی ہو۔ 2اُسی کے وسِیلہ سے تُم کو نجات بھی...
Published 01/04/23